په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مېرمنو کاندیدېدو بندیز ضد غوسه

د ایران تر اسلامي انقلاب وروسته، په دې هېواد کې د ښځو حقونه تر ډېرو لانجمنو پړاوونو تېر شوي، چې تر ډېره پر ښځو او ښځينه فعالیتونو بندیزونه ولګول شول.

په وروستیو کې د ایران د اساسي قانون ساتندویه شورا یا (شورای نګهبان) ولسمشریزو ټاکنو کې د ښځو پر کاندیدېدا بندیز ولګاوه، چې د هېواد په ګوټ-ګوټ کې یې د ښځو د حقونو د مدافعینو ترمنځ لانجمن بحثونه راپورته کړل. دوی د حکومت دغه ګام د ښځو او نارینه وو د حقونو د برابرښت په برخه کې بې عدالي او منفي ګام وباله.