په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د وردګو والي امنیتي وضعیت تر پخوا ''ښه'' بللی

د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي اوس مهال په دغه ولایت کې د تېر په پرتله امنیتي حالت د خلکو د ونډې او په مهمو سیمو کې د زیاتو امنیتي کسانو ځای پرځای کېدلو له امله ډېر ښه شوی دی.

د دوی په وینا یو شمېر هغه سیمې ته چې له څو کلونو راهdسې افغان او بهرني ځواکونه نه شو ورتلای اوس د دوی تر ولکې لاندې دي.

خو لا هم په ځینو سیمو کې د بهرنیو طالبانو په ګډون یو شمېر وسله وال مخالفین فعالیت لري.

زموږ همکار خوشحال تایب په کابل کې د میدان وردګو له والي عبدالمجید خوګیاڼي سره د دغه ولایت د امنیتي حالت او بیا رغونې چارو په اړه لنډه مرکه کړې چې په سر کې ښاغلی خوګیاڼی په وردګو کې د وروستي امنیتي حالت په اړه خبرې کوي: