په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پښتونخوا نوي حکومت ولې تاوتریخوالی کم نه شو کړای؟

خيبر پښتونخوا کې په تېره اوږده موده کې د چاودنو او تاوتريخوالي ډکې څپې سره لاس او ګرېوان ده. پاکستان کې د تېرې مې ۱۱ مې ټولټاکنې په مرکزي کچه د مسلم ليګ ګوند وګټلې، په داسې حال کې چې په خيبر پښتونخوا کې بيا د عمران خان په مشرۍ د انصاف غورځنګ مخکې و، او همدغې صوبه کې يې حکومت هم جوړ کړ.

دواړه ګوندونه د طالبانو پر وړاندې عملياتو مخالف، او ورسره د سولې خبرو پلويان بلل کېږي. خو د وروستۍ مودې له تاوتريخوالي له کچې داسې برېښي چې د دوی دريځونو کوم توپير نه دی راوستی، ولې؟

همدا پوښتنه امان االله عمران پېښور کې مېشت د چارو له څېړونکي خادم حسين نه وکړه.