په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: تاریخي ناولونه

Image caption تان توان ا ینګ له دې مخکط هم يوه اسيايي جايزه ګټلې وه.

مالېزیایي لیکوال “تان توان ا ینګ” د تاریخي ناولونو په برخه کې د “والټر سکاټ” جايزه وګټله.

نوموړي ته دا جایزه د “پولو د کتابونو” په فستيوال کې ورکړله شوه چې په سکاټلند کې جوړ شوی و.

د هغه کتاب چې د “ماښام پرښه” نومېږي، د دویمې نړیوالې جګړې پېښې انځوروي.

دې جایزې ته تېرکال د همګټو هېوادونو لیکوالان هم ور زیات شول.

د تان ناول د انګریزې لیکوالې “هېلري مانتېل” تر ناوله هم وړاندې شو.

انګریز لیکوالان، “روز ترېمان” او “پاټ بېکر” هم تر ښاغلي اېنګ وروسته پاتې شول.

د نوموړي همدې ناول تېرکال د آسیا د ادبیاتو جایزه وګټله.

د سکاټ جایزې ته د منصفه پلاوي له خولې سږ کال مهم کتابونه وړاندې شوي دي.

په افغانستان کې د تاریخي ناولونو ليکنه او ژباړه په کوم حالت کې ده؟

لیکوال او ژباړن او د ویسا د ورځپاڼې مشر چلوونکی زبیر شفیقي او د پيښور د پښتو اکاډمۍ مشر، څېړونکی، شاعر او لیکوال راج ولی شاخ خټک په همدې موضوع راسره غږېږي.

د اوونۍ تر ټولو مشهور فلم

د سوپرمن “اوسپنیز سړي” په نامه امریکایي فلم چې برتانوي ستوری “هېنري کاوېل” په کې ځلېدلی او امریکایي فلم جوړونکي “زک سنایډر” جوړ کړی، د خپل پیل په اوونۍ پاي کې څه د پاسه ۱۵۰ میليونه ډالر وګټل.

نوموړی فلم تر امریکا وروسته په برتانیا کې تر ټولو وتلی او شتمن فلم شو چې تر ۱۱ میليونو پونډو زیاتې پيسې یې تر لاسه کړې.

د ځوانانو د فلمونو فستيوال

بریتانیا په پام کې لري چې د ځوانانو لپاره د فلمونو داسې ملي فستیوال جوړ کړي چې هغوی په وړیا ډول په فلمونو کې ولوبېږي او له فلمونو سره تړلې نورې بوختیاوې ولري.

د بريتانیا ټول ښوونځي او د ځوانانو ډلې به وکولی شي چې خپل ملګري په وړیا ډول سینماوو ته بوزي.

د “برتانیې د فلمونو خیریه ټولنه” هوډ لري چې په راتلونکو څلورو کلونو کې په دې نوښت ۲۶ مېلیونه پونډه پانګونه وکړي.

د داسې ګام د ارزښت په اړه فلم سناریو لیکونکی عبدالوکیل سوله مل شینواري غږېږي.