افغان- تاجک غرنۍ او له خطره ډکه پوله

افغانستان له تاجکستان سره تر یونیم زر کیلومترو اوږده ګډه پوله لري، چې زیاتره برخه یې غرنۍ او صعب العبور ده. د بدخشان سیمه، چې نژدې سل کاله مخکې پر دوو برخو ووېشل شو، ځینې برخې یې د پنځمې رودخانې (امو) د تاجکستان په قلمرو کې راغلې او ځینې نورې بیا د افغانستان اړوندې شوې.

د بي بي سي خبریاله زرینه خوشوقت په دې وروستیو د تاجکستان بدخشان ولایت ته تللې او دغه انځورونه یې اخیستي دي.