په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ټاکنو لپاره د ښځو د نوم ليکنې کچه ولې لږه ده؟

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، اوس مهال د ښځو د نوم ليکنې کچه ټيټه ده خو دوى د بېلا بېلو ادارو په مرسته هڅه کوي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د مېرمنو ونډه۴۰ سلنې ته لوړه کړي.

د کمیسیون په وینا د نوم لیکنې په لومړي پړاو کې شاو خوا ۷۰ زرو کسانو د رایو کارتونه ترلاسه کړي، چې له هغې ډلې یوازې شاوخوا ۱۵ زره يې مېرمنې دي.

چارواکي وايي د امنيتي اندېښنو سره سره د نوم لیکنې په دویم پړاو کې به د نوم لیکنې مرکزونه له ۴۱ څخه ۴۴۱ ته ورسوي چې ډېرې ښځې وکولاى شي د نوم ثبتولو کارتونه تر لاسه کړي

په همدې اړه مو په ولسي جرګه کې د کابل استازې شينکۍ کړوخيل څخه د لنډې مرکې په سر کې پوښتنه وکړه چې د ټاکنو لپاره د ښځو د نوم ليکنې د کچې لږوالي علتونه څه دي؟