په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

آیا پاکستان پر طالب مشرانو کنترول لري؟

د افغان پوځ لوی درستيز ستر جنرال شېر محمد کريمي وايي که پاکستان طالبانو ته ووايي له اورپکۍ لاس واخلي، په افغانستان به جګړه په اونيو کې پای ته ورسېږي.

جنرال کريمي بي بي سي ته ويلي پاکستان پر طالب مشرانو کنترول لري او هم يې پنا ورکړې ده.

پاکستان دا خبره ردوي چې پر اورپکو ډلو دې کوم اغېز ولري او ټينګار کوي چې د داسې اوږدو پولو خوندي کول اسانه کار نه دی چې په اسانۍ پرې تګ راتګ کېږي.

په تېر اپرېل کې د ناټو يو راپور دا خبره رابرسېره کړې وه ګواکې پاکستان پر دې پوهېږي چې طالب مشران يې په خاوره کې پټ دي.

د دې موضوع په اړه اسماعیل سعادات د پوځي او سیاسي چارو له دوو کارپوهانو په کابل کې عتیق الله امرخیل او خېبر پښتونخوا کې له متقاعد جنرال سعدمحمد سره خبرې کړي دي.

په سر کې ښاغلي امرخیل دا پوښتنه ځوابوي چې د افغان چې د افغان پوځ د مشر جنرال شېرمحمد کریمي د دې خبرې په اړه څه وايي چې که پاکستان وغواړي په څو اونيو کې به په افغانستان کې جګړه پائ ته ورسېږي؟