په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مصر پوځ خپل ولسمشر ولې ګوښه کړو؟

د مصر د اساسي قانون د محکمې مشر قاضي عدلي محمود منصور د هغه هېواد د موقت ولسمشر په توگه لوړه وکړه.

محمد مرسي چې د مصر لومړى ټاکل شوی ولسمشر و د چارشنبې په ورځ د پوځ لخوا له واکه گوښه شو.

پوځ اوس اساسي قانون وځنډاو او د نويو ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو اعلان يې وکړ.

مصر کې دغه حالت ولې را منځ ته شو؟

دغې پوښتنې ته په اسلام اپاد کې د منځني ختیځ د چارو څارونکي او کارپوه نجم الله برهاني ځوابوي.