په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازاده جرګه په يوه ړنګه شاهي ودانۍ کې

آزاده جرگه دا ځل پر امنيتي مسئوليتونو جوړه شوې وه. په مېلمنو کې يې د افغان پوځ مشر سترجنرال شېر محمد کريمي هم و چې تر بهرنيانو وروسته يې د خپلو عسکرو پر چمتووالي خبرې کولې.

دا جرگه په تاج بېگ ودانۍ کې وشوه چې اوس کنډواله ده.

دا هماغه ځاى دى چې ٣٤ کاله وړاندې پرې شوروي ځواکونو بريد وکړ، د وخت افغان مشر حفيظ الله امين يې وواژه او د هېواد امنيتي کنټرول يې د کورني پوځ له منگولو ويوست.

اوس چې دغه کنټرول له نورو بهرنيانو نه بېرته افغان پوځ ته ورستنېږي، آزاده جرگه پرې په همدغه سمبوليکه ودانۍ کې خبرې کوي.

په کنډواله کې له لسگونو گډونوالو سره ټلوېزيوني خپرونې خورا کلک زيار او لويو لوژستيکي عملياتو ته اړتيا درلوده.

د دغو ننگونو څو بېلگې په دې لنډ رپوټ کې کتلی شئ.