په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لویو پروژو کې هم پرله پسې کارونه نه دي موندل شوي

افغان دولت له اقتصادي پلوه پرځان د تکیه کېدو لپاره د لومړي ځل لپاره لس کلنه اقتصادي تګلاره جوړوي.

د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي، د دې تګلارې په پلي کېدو به افغانستان د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مرستې ته اړتیا و نه لري.

د ښاغلي ارغندیوال په وینا په نوې تګلاره کې تر ډېره کرنې او صنایعو ته پام شوی دی.

ښاغلي ارغندیوال دارنګه زیاتوي، چې په تیره لسیزه کې داسې هېڅ پرمختیایي پروژه نه ده پلې شوې چې لږترلږه د هغه په وینا زرو کسانو ته په کې په مسلسل ډول کار پیدا شوی وي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له نوموړي نه په ځانګړې مرکه کې پوښتلي، چې د مصرف شوو پيسو په اندازه د افغانستان اوسنی پرمختګ څنګه ارزوي.