په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازاده جرګه: د امنيت لېږد

د آزادې جرگې دا خپرونه په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو نه کورنيو ته د امنيتي مسووليتونو پر لېږد غږېږي.

د جون پر ١٨ افغان حکومت او ناټو اعلان وکړ چې تر دې وروسته به په افغانستان کې د ټولو امنيتي چارو او پوځي عملياتو مشري او مسووليت له افغانانو سره وي او بهرنيان به يې يوازې د اړتيا پر مهال مرسته کوي.

آزاده جرگه په همدې تړاو په يوه سمبوليکه- خو نيمه ړنگه ودانۍ- تاج بېگ ماڼۍ کې ترسره شوه.

د شاه امان الله خان له خوا جوړه شوې دا ودانۍ په اتيايمو کلونو کې د افغانانو له لاسه د امنيتي مسووليتونو د وتلو د پيل سمبول شو، ځکه چې د هغه مهال ولسمشر حفيظ الله امين په کې د شوروي ځواکونو په لاس ووژل او پوځي واک بريدگر لوري ته ولېږدېد.

د آزادې جرگې دې خپرونې ته د افغانستان د وسله وال پوځ لوى درستيز سترجنرال شېر محمد کريمي، د ولسي جرگې دد فاعي جرگه گۍ غړى خالد پښتون، په جنوبي ولايتونو کې پخواني نايب الحکومه متقاعد جنرال نورالحق علومي او په کابل کې د آيساف ځواکونو افغان سلاکار امين الله حبيبي رابلل شوي وو.

د آزدې جرگې خپرونې په کابل کې شعيب شريفي چمتو کوي او داود جنبش يې وړاندې کوونکى دى.