د عکسونو البوم: د داود خان او نعيم خان د خښولو مراسم

د افغانستان لومړنى ولسمشر محمد داود خان د ١٣٥٧ کال د ثور په کودتا کې وژل شوى و. دېرش کاله وروسته يې هډونه د کورنۍ له شپاړلو نورو غړو سره يو ځاى کابل ته څېرمه په څرخي پله کې وموند ل شول.

تر اوږدو څېړنو او تشخيص وروسته د داود خان او ورو يې نعيم خان هډونه د ١٣٨٧ کال د کب په اووه ويشتمه، د دارالامان پر يوه غونډۍ، چې اوس د"شهيد سردار داودخان" نوم ورکړ شوى، خاورو ته وسپارل شول. د کورنۍ د نورو غړو هډونه يې تر دې يوه ورځ وړاندې همدغلته خاورو ته سپارل شوي وو.