په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانان له منډېلا سره ګوري

د نېلسن منډېلا د زوکړې له پنځه نویمې کلیزې سره همهاله یو شمېر افغان مدني فعالانو ویلي، هوډ لري چې د جنوبي افریقا له ناروغ مشر سره وګوري.

دغه کسان په سمبولیک ډول له کابله کېپټاون ته ځي چې د توکم پالنې انقلاب مشر ته د سولې بیغام ورسوي.

دغه ځوانان په افغانستان کې په جګړې کې له ښکلېو خواوو غوښتنه کوي چې د ښاغلي منډېلا د سولې غوښتنې له پروګرامونو زده کړه وکړي او له جګړې لاس په سر شي.

د منډېلا د پنځه نویمې کلیزې د لمانځنې پر مهال د هغه د روغتیا د نسبي ښه کېدو خبرونه هم ورکول شوي دي.