په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې هیلې او اندیښنې

په افغانستان کې ۸ ملکي کارګر د امریکاييآنو له یوې اډې کور ته د ستنېدا پر وخت په یوه برید کې ووژل شول.

شک پر طالبانو دی.

دا پېښه د دې ښکارندویي کوي چې هغه کسان چې له اوسني دولت او نړیوالو ټولنو سره کار کوي له څومره لوی خطر سره مخامخ دي.

ډېری وېرېږي چې د نړیوالو له وتلو سره به طالبان بیا واک ته ورسېږي.

په دې هکله د بي بي سي انګلیسې څانګې رپوټ ابراهیم امیري وړاندې کوي.