په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسپانيا اورګاډي تر ټولو بد ټکر لسګونه وژلي

د اسپانيا اورګاډي ټکر وژونکې پېښه کې ٧٨ کسه وژل شوي دي.

دا په ۴۰ کلونو کې د اسپانیا د اورګاډي تر ټولو بد ټکر دی.

په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۷۸ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰ ډېر نور ټپیان دي.

دغه اورګاډي د چارشنبې په ماښام هغه وخت ټکر وکړ چې له پلازمېنې مادرید نه د سنتیاګو دې کمپوستېلا ته روان و.

د اورګاډي د ټکر له امله اسپانيا کې اووه ورځنى وير اعلان شوی دی.