په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اخوان المسليمن د نويو وژنو پړه پر پوځ اچولې

په مصر کې اخوان المسليمن د هغو ګڼو کسانو د وژنې پړه پر پوځ اچولې چې برايي په قاهره کې ديوه جومات مخې ته د نويو واکمنو خلاف مظاهرو کې وويشتل شول.

پوځ وايي عسکرو مخامخ د وژلو لپاره ډزې کولې، خو د کورنيو چارو وزير وويل چې لومړى پوځ تر بريد لاندې راغى او وروسته امر وشو چې د رابا العدويه جومات مخې ته د پخواني ولسمشر محمد مرسي په پلوۍ جوړ شوى اعتراض پايته ورسوي.

وزير محمد ابراهيم رد کړه چې ګنې عسکرو له اصلي ګوليو نه کار اخيستى دى، خو د پېښې په ځاى کې د بي بي سي خبريال وايي چې په ډزو سره د لګېدلو کسانو سرونه چاودلي او د صحرايي روغتون ځمکه ټوله وينو نيولې وه.

خبريال دا هم وايي چې ځينې ډزې د مظاهره کوونکو له خوا هم شويدي، خو ډېرې يې عسکرو وکړې.

د وژل شويو جلا جلا شمېرې ورکول کېږي.

په قاهره کې مې له افغان خبريال فضل محمد حسيني نه وپوښتل چې که له ده سره کره معلومات وي؟