په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"کوټه هزاره ګانو ته پر دوزخ اوښتې"

په پاکستان کې پر شيعه لږه کيو بريدونه نوي نه دي. د ګوزارونو ډېره برخه د بلوچستان پر کوټه راغلې چې نيم ميليون شيعه مذهبي هزاره ګان په کې اوسي.

دوى وايي چې د ژوند هره ګړۍ په اندېښنو کې تېروي او چې له کوره وځي د بېرته ستنېدا هيله يې نه وي.

په دوى کې ځينې ځان د هېوادونو د پس شا جګړې قربانيان بولي چې په دغه سيمه کې روانه ده. د هزاره ګانو د وژلو پړه پر لشکر جنګوي اچول کېږي چې يوه سني اورپکې ډله ده.

يو تور دا دى چې د پاکستان رسمي ادارو دغې او نورو اورپکو ته د بريدونو لار هواره کړې چې هزاره ګان ووژني.

د بي بي سي خبريال مبين اظهر په دې اړه يو رپوټ چمتو کړې چې پښتو بڼه يې ابراهيم اميري وړاندې کوي.