په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې افغان سکانو او هندوانو ته په پردۍ سترګه کتل کېږي؟

Image caption افغان سکانو او هندوانو ګواښنه کړې که څوکۍ ورته ځانګړې نه شي نو په ټولیزه توګه به په کوم بل هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي

یو شمېر افغان هندوانو او سکانو له ولسمشر حامد کرزي غوښتي چې د قانون جوړونې یوه فرمان له لارې د افغانستان په ولسي جرګې کې دوی ته یوه څوکۍ ورکړي.

دوی ګواښنه کړې که څوکۍ ورته ځانګړې نه شي نو په ټولیزه توګه به په کوم بل هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي.

د مدني ټولنو یو شمېر استازو چې د دوی ملتیا یې کوله، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي هندوانو او سکانو ته په ولسي جرګې کې د یوې څوکې نه ورکول د دیموکراتیک نظام شتون له پوښتنو سره مخ کوي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې استازي وايي دوی د تعصب له مخې دا کار نه دی کړی.

سپين تڼي په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې وږمې ساپۍ او د هندوانو یو استازی ډاکتر فقیر چند چندیموک سره غږېدلی چې لومړی ښاغلی چندیموک په خپلو ستونزو او دې وغږېږي چې ولې بهر ته کډه کولو ته اړ شوی؟