په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکرلارې: افغانستان کې رسنۍ او ژونالیزم

په تېره لسیزه کې په سلګونو افغان ځوانان د ژورنالیزم په ډګر کې وروزل شول. په همدې موده کې تر ۷۰ ډير تلویزیونونه، تر ۱۵۰ ډیرې رادیو ګانې او شاوخوا ۱۰۰۰ ورځپاڼې، مجلې او مهالنۍ فعالې شوې.

له ډیرو سره یې لوېدېځو هېوادونو مرستې وکړې.

خو له ۲۰۱۴ کال وروسته چې وايي نړیوالې مرستې ښايي ودریږي یا کمې شي دغه رسنۍ پایېدلی شي؟ ایا بې ویرې، ګواښه او سانسوره ژورنالیست کار کولی شي؟

د بي بي سي د فکر لارې په دې بحث کې پر همدې موضوع خبرې وشوې.

د پروګرام میلمانه:

حبیب خان توتاخېل

شمع نظامي

مجیب مشعل

دغه بحث له شمشاد تلویزیونه د اکتوبر په ۴ مه نېټه د ماښام پر شپږ بجو او ۳۰ دقیقې لیدل مه هېروئ.

وړاندې کوونکی: ایمل پسرلی

پروډیوسر/جوړونکی: اسمعیل میاخیل

فکر لارې

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له خبر سره ډیر افغانان د خپل راتلونکي په باب اندېښمن دي.

فکر لارې د بي بی سي د بحثونو نوې لړۍ ده چې هره میاشت له افغان ځوانانو سره د ژوند پر بېلابېلو برخو خبرې کوي چې د خپل هېواد راتلونکی څرنګه ویني.

لومړنی بحث مو پر دې را څرخېدو چې ایا لویدیځ مېشتي افغان ځوانان هېواد ته بېرته ستنېدای شي؟