په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: قوالي موسيقي

Image caption قوالي له صوفيت سره نژدې تړاو لري

د روژې په رادبره کېدو په ځينو هېوادونو په تېره بيا پاکستان کې د قوالۍ موسيقۍ ناستې هم ګرمېږي.

نه يوازې په ځانګړو وختونو کې پر ټلوزيونونو د قوالۍ پروګرامونه خپرېږي، بلکې په ګڼو زيارتونو او صوفيانه غونډو کې مينه وال د قوالۍ له موسيقۍ او شعري ويناوو خوند اخلي.

قوالي موسيقي چې ريښې يې پېړۍ مخينه لري، د صوفيانو بېلابېلو ډلو نسلونه نسلونه له خپلو نيکونو په ميراث اخيستې، دينی مناجات په کې وړاندې کېږي، له خدای سره د مينې او خپل منځني زغم ته بلنه په کې کېږي او تر ډېره ورته د لوړ صوفيانه معنوي ارزښت په سترګه کتل.

د قوالۍ موسيقۍ تر ټولو ځلنده ستوری نصرت فتح علي خان و، چې په خپلو عرفاني قواليو کې به يې د خدای (ج) او پيغمر (ص) او هم زاهدانو ستاينه کوله.

دی په ۱۹۴۸ کال د پاکستان فيصل اباد کې زېږېدلی و، چې د خپل لنډ عمر اوږدو کې يې د قوالۍ هنر په نړيواله کچه هم مشهور کړ.

دی بيا د ۱۹۹۷ کال اګست کې په لندن کې د زړه حملې له امله مړ شو. ده پر خپل هېواد سربېره د نړۍ نورو برخو کې خورا ډېرې جايزې هم ګټلې وې، او په تاريخ کې تر ټولو مهم قوال بلل کېده.

Image caption نصرت فتح علي خان د قوالۍ وتلی ستوری و

قوالي چې د امير خسرو بلخي د موسيقۍ له پنځونو بلل کېږي، د صوفيانو چشتي طريقې کې د فارسي او هندي موسيقۍ دودونو له ګډولو جوړه شوې.

په لومړيو کې په فارسي خو بيا اوس تر ډېره په اردو او پنجابي ژبه کې ويل کېږي، او د منځپانګې له پلوه هم په بېلو برخو وېشل کېږي.

د دې اوونۍ پېلوځي کې پر قوالۍ غږېږو، څه ډول موسيقي ده، ريښي يې څه دي، او په پښتو کې تر څومره ويل کېږي.

د پېلوځي دې بنډار کې راسره له دنمارک نه د موسيقۍ پوه او څېړونکی عبد الرحمان رحماني او له پېښوره سندرغاړی کرن خان راسره خبرې کوي.

د هرات اصيله موسيقي

په هرات کې هم د اصيلې افغان موسيقۍ دوهم دايمي ښونيز بهير پيل شوی دی.

د هرات د موسيقۍ هنرمندانو ټولنې چارواکي وايي موخه يې دا ده چی نوی ځوان نسل خپل هنری ارزښتونه هېر نه کړي او دغه کلتوري ميراث له پيکه کېدو او ان له منځه تلو له ګواښه وژغورل شي.

پېلوځي کې پرې د محمد قاضي زاده راپور اورو.

ورک شوی وايلېن موندل شوی

Image caption په نړيواله کچه پېژندل شوې کوريايۍ وايلن غږونکې مېن جېن کېم وايي خپګان يې په خوښۍ اوښتی

يو ګرانبيه وايلېن چې په ۲۰۱۰ کال کې په لندن کې غلا شوی و، موندل شوی دی.

د موسيقۍ دغه اله چې سټراډيواريس نومېږي ۳۰۰ کاله مخکې جوړ شوی و، او څه د پاسه دوه مليون ډالره ارزښت يې لري.

دغه وايلېن په نړيواله کچه له يوې پېژندل شوې کوريايۍ وايلن غږونکې مېن جېن کېم نه په چټک ډول داسې وخت کې غلا شوی و چې د اورګاډي تمځای يوې کافۍ کې يې ډوډۍ خوړله.

د بريتانيا ټرانسپورټ پوليسو ويلي د موسيقۍ دغه اله د انګلستان منځنۍ برخه کې د يو چا له ملکيت موندل شوې، خو ډېر په اړه يې نور تفصيل نه دی ورکړی، او وايي ډېر کم زيان ورسېدلی دی.

کوريايۍ موسيقۍ غږوونکې وويل د وايلين موندنې خبر په اورېدو يې باور نه راته او له پوره خپګان نه يې حالت اوس په خوښۍ اوښتی دی.