په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"ټاکنو کې به یوازې د خلکو غوښتنې ته درناوی وشي"

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون احمد یوسف نورستانی د خپل مشرپه توګه وټاکه.

عبدالرحمن هوتکي د کمیسیون د مرستیال او ګلالۍ اڅکزۍ یې د منشي په توګه ټاکل شوي دي.

د ټاکنو د کمیسیون نوي مشر وايي هڅه به یې دا وي چې په راتلونکو ټاکنو کې د کومې ځانګړې ډلې نه بلکې د افغان ولس غوښتنو ته درناوی وشي.

د ټاکنو کمیسیون وايي اوس چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي د بهرنیو مرستو د ورماتولو په ګډون یو شمېر نور مهم مسایل د نوي مشرتابه په مخ کې پراته دي چې کار به ورته وشي.

اسماعیل سعادات د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له نوي مشر یوسف نورستاني سره مرکه کړې او لومړی یې ترې وپوښتلي چې د دوی د کار په وړاندې تر ټولو لويې ننګونې څه دي؟