په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سولې عالي شورا: طالبانو ته د سیاسي دفتر غوښتونکي یو

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په قطر کې د طالبان لپاره د دفتر د بیا پرانیستلو لپاره یې په کور دننه او بهر هڅې پيل کړې دي.

طالبانو وروسته له هغه تیره میاشت په قطر کې خپل دفتر بند کړ، چې د دوی په وینا امریکا او افغان حکومت ورسره شوې ژمنې نه دې پلې کړي.

د دغې شورا غړي او ویاند شهزاده شاهد بي بي سي ته وویل، د دفتر د بیرته پرانېستل کېدو دقیقه نیټه نه ده مالومه شوې او لاهم په دې اړه خبرې روانې دي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف له نوموړي سره په قطر کې د طالبانو د دفتر د بیا پرانیستل کیدو په اړه خبرې کړي دي.