په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا د القاعدې ګواښونو له وېرې خپل سفارتونه تړلي

د امريکا متحد ايالات وايي په شمالي افريقا او منځني ختيځ کې د القاعدې د نويو بريدونو د پلانونو له وېرې، تر يوې اوونۍ پورې، خپل سفارتونه او کونسلګرۍ تړي.

هغو امريکايانو ته چې د نړۍ بېلابېلو برخو ته د سفر نيت لري خبردارى ورکړ شوى چې د اګست تر پايه د ځان خونديتوب ته پام وکړي.