په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مصر پر ټولنې به د روانې مرګ ژوبلې اغېز څه وي؟

په مصر کې د وروستيو تاوتريخوالي وروسته پخپل لومړني غبرګون کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د مصر د لنډ مهالي حکومت دغه کړنې او د احتجاج کونکو ځپل يې غندلي او ويلي دي چې امريکا له مصر سره خپل ٦ مياشتنی پوځي تمرينات شنډ کړل.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د مصر بهرنیو چارو وزارت منلې چې په تاوتريخوالي کې تر ٥٠٠ ډېر کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان دي.

په مصر کې د دې مرګ ژوبلې اوږد مهاله اغېز به د مصر پر ټولنې څه وي دا او څو نورو پوښتنو ته په دوبۍ کې مېشت الهام ياسني ځواب وايي. ښاغلی یاسيني د مصر حالات له نژدې څاري.