په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې تړون لاسليک شو

په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې مودې د غځېدا تړون نن د دغه هېواد د چارواکو او د افغانستان د د کډوالو د چارو وزير جماهير انوري له لوري لاسليک شو.

د غه تړون پر بنسټ په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې موده تر ٢٠١٥ م کاله وغځېده او افغان کډوالو ته ځينې نورې آسانتياوې هم په پام کې نيول شوي دي.

وړاندې افغان او پاکستاني چارواکو افغانستان ته د پاکستان د سرحداتو د وزير د سفر په ترڅ کې پر دغه تړون سره سلا شوي و. خو دا چې دغه آسانتياوې چې په دغه تړون کې په پام کې نيول شوي څه دي، دا پوښتنه مو په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د استازۍ د دفتر مرستيال همايون شينواري مخې ته کېښوده.