په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سرطان ناروغۍ ځېنې رازونه وموندل شول

په برتانيا کې سيانس پوهانو د سرطان د ناروغۍ ٢١ کوده په نښه کړي چې هغه د ٩٧ سلنې سرطانونو سبب ګرځي.

د سيانس پوهانو د څېړنې پايله چې د نېچر په نوم معتبره مجله کې خپره شوې وايي که په دې لار کې نور زيات پر مختګ وشي نو دغه نوې موندنه به د ٣٠ ډوله پېژندل شويو سرطانونو د ٩٧ سلنې له درملنې سره مرسته وکړي یا په بل عبارت وړاندې تر هغه چې څوک د سر طان په ناروغۍ اخته شي دوی به يې د علاج په کولو وتوانېږي.

د دغې نوې پلټنې په اړه مو د سکاټلنډ په روغتون کې له افغان ډاکتر امان شمس سره خبرې وکړې لومړى مو ورنه د دغې پلټنې په اړه وپوښتل چې څه ډول يوه پلټنه ده؟