په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سږ کال څومره افغانان استرالیا ته تللي؟

د استراليا حکومت وايي د روان کال له پيله تر اوسه پورې نژدې دوه نيم زره افغان پنا غوښتونکي استراليا ته ورغلي دي.

په افغانستان کې د استراليا سفير جان فېلېپ له بي بي سي سره په خبرو کې وويل له هغو کسانو څخه چې وروستيو کلونو کې استراليا ته د پنا غوښتونکو په توګه ورغلي دي شل سلنه يې افغانان دي.

استراليا د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دى چې هرکال زرګونو کسانو ته د کډوالو په توګه پناه ورکوي.

سميع الله موسى زي همدې موضوع ته په دې رپوټ کې کتنه کړې ده.