په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کیمیاوي وسلو سپيناوی به څنګه کېږي؟

روسیه وایي داسې ډېر شواهد شته چې ښيي د سوریې پلازمېنې دمشق ته نژدې د غوتا په ښار کې د کیمیاوي وسلو برید مسولین د حکومت مخالفین دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګي لاوروف وایي باور لري چې برید د حکومت مخالفینو په هغو توغندیو، له هغو سیمو کړی چې د دوی تر ولکې لاندې دي.

مسکو وایي له ولسمشر اسده یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د وسلې له څارونکو سره مرسته او همکاري وکړي.

د منځني ختیځ چارو له کارپوه عالم پایند نه مو وپوښتل په داسې حال کې چې هر لوری یو بل د کیمیاوي وسلو په کارولو تورنوي نو سپيناوی به یې څنګه کېږي؟