په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لنډ مهالی حکومت ستونزې حل کولی شي؟

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هغو رپوټونو ته توند غبرګون وښود، چې ویلي و، امریکا او ځینې ګاونډي هېوادونه په قطر کې د افغانستان لپاره د موقت حکومت پر طرح کار کوي.

ښاغلي کرزي په یوه خبري کنفرانس کې د بي بي سي یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، که امریکا یا نورې ډلې په افغانستان کې د منځمهالي حکومت د جوړېدو تکل وکړي، د دۀ په وينا غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي او دا به د هغوی ستره تېروتنه وي.

د لنډ مهالي يا سر پرست حکومت د جوړېدو خبره په افغانستان کې د تېرو دريو لسيزو په اوږدو کې وار وار را پورته شوې او اوس په دغه هېواد کې د نوي نظام له جوړېدو شاو خواه ۱۳ کاله وروسته بيا هم دغې چارې ته د حل د يوې لارې په توګه اشاره کېږي.

نو د لنډ مهالي حکومت رامنځ ته کېدل په افغانستان کې د ستونزې د هوارۍ لامل کېدلاشي؟ دا پوښتنه مو په افغانستان کې د سياسي چارو څارونکي ډاکټر فيض محمد ځلاند مخې ته کېښوده.