په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د عبد الرحيم هاتف ادبي ژوند

Image caption عبد الرحيم هاتف د کندهار په يوه ادب پاله کورنۍ کې زېږېدلی و

د افغانستان نوموتي سياستوال او ليکوال عبد الرحيم هاتف د اګست پر ۱۹ مه د خپل عمر په شاوخوا ۸۶ کلنۍ له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

دی د کندهار په يوه ادب پاله کورنۍ کې زېږېدلی و، او په خپله يې ځان پېژندنه کې کښلي، که مبالغه روا وي، نو بيا د شعر او ادب غېږ کې روزل شوی دی.

د پښتو نوموتي شاعر عبد الباري جهاني د ښاغلي هاتف په اړه ليکلي په هغو ازادو ماښامنيو کې چې د کندهار روڼ اندو به ګرداو بللې، د هاتف صاحب سلګونه علمي او سياسي ويناوې يې اورېدلې، او د ګرداو پر ټولو ويناوالو يې غښتلی بللی دی.

ښاغلي هاتف په حبيبيه لېسه کې له زده کړو وروسته د ادبياتو پوهنځي کې زده کړې کړې وې، او د پاچا ظاهر شاه واکمنۍ ډيموکراسۍ لسيزې پر مهال په افغان ولسي جرګه کې له کندهاره استازی غوره شوی و.

دی د ډاکټر نجيب ولسمشرۍ پر وخت د لويې جرګې مشر او د همده وروستۍ موده کې مرستيال ولسمشر او بيا چې کله ډاکټر نجيب د ۱۹۹۲ کال اپرېل کې استعفا ورکړه، ښاغلی هاتف يې پر ځای شاوخوا دوه اوونۍ ولسمشر پاتې شو.

پېلوځی کې د عبد الرحيم هاتف پر ادبي ژوند کاناډا مېشتی افغان ليکوال او څېړونکی محمد معصوم هوتک راسره غږېږي.

د اېلمور ليونار ليکنيز هنر

دا اوونۍ د امريکا جنايي ناول او کيسه ليکوال اېلمور ليونارډ د ۸۷ کلونو په عمر مړ شو.

دی چې ۴۵ ناولونه يې خپاره شوي، د خپل عمر په وروستيو کې د خپل ۴۶ ناول په ليکنه بوخت و.

د ده ليکنه په لنډون، له بې کاره وينا خالي او د خبرو اترو يا ډيالوګ په تيت پرک کارونې ستايل شوې، چې د ګڼ شمېر فلم جوړونکو پام يې ور اړولی و. جاوېد کوټوال يې ليکنيز هنر ته کتنه کړې ده.

د اېډنبره هنري فسټيوال

Image caption اېډنبره هنري فسټيوال کې د نړۍ له بېلابېلو برخو هنرمندان برخه اخلي.

د سکاټلنډ اېډنبره کې هنري فسټيوال چې د اګست له لومړيو پيل شوی، فعاليتونه يې لا د اګست تر پايه روان دي.

دا د اېډنبره فسټيولونو د لړۍ برخه ده، چې د کال دوبنۍ موده يې هنري فعاليتونو ته ځانګړې شوې ده.

په دې موده کې د اېډنبره ګلرۍ، موزيمونه، هنري نندارځايونه په کې خپلې په زړه پوري هنري پنځونې وړاندي کوي.

د اېډنبره هنري فسټيوال کې د نړۍ له بېلابېلو برخو هنرمندان او هنر مينه وال هم برخه اخلي.

پېلوځی کې لندن مېشتې ليکواله او څېړونکې صفيه حليم د اېډنبره هنري فسټيوال راپېژني.

د صوفي شاعرانو پرتله

د پېلوځي دې ګڼه کې د کندهار يوه ليکوال سره خواله کوو. فضل محمد پنهان د کندهار اوسېدونکی دی.

د ده څلور ليکلي اثار تازه له چاپه راوتلي دي، کندهاري شعراء، بايزيد روښان او د هغه پاڅون، کندهاري وږمې، چې د ښځينه شاعرانو ژوند ليکونه او ليکلي اثار او هم دوه صفي شاعران کتابونه دي.

په دې وروستي کتاب کې ښاغلي پنهان د ومولانا جلال الدين بلخي او رحمان بابا تصوفي شاعري، مينه د دوی له نظره او هم يې د ټولنې په اړه د دوی نظر سره پرتله کړی دی.

په کندهار کې مامون دراني له ښاغلي پنهان سره د ده پر ليکنه خواله کړي دي.