په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فساد د ناقانونه ودانیو جوړولو ستر لامل ښول شوی

د افغانستان د ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي اداري فساد، سلیقوي چلند، او نا خبرتیا د ناقانونه او غیر معیاري ودانیو او مېنو د جوړولو ستر لاملونه دي.

په اداري او مالي چارو کې د دې وزارت مرستیال حامد جلیلي وايي د دې ستونزې د هواري لپاره د۵۵ ښارونو لپاره ماسټر او ستراتیژیک پلانونه جوړ شوي چې په نژدې راتلونکي کې به یې د عملي کولو چارې پیل شي.

ښاغلی جلیل وايي د کابل نفوس هر کال په اوسط ډول پنځه سلنه زیاتېږي او د دې زیاتوالي د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هر کال له شلو تر دیرشو زرو کورونو ته اړتیا ده.

په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زي له ښاغلي جلیل سره مرکه کړې.