په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د ملا سنګین وژنه!

پاکستاني چارواکي وايي، د طالبانو حقاني شبکې یو مهم قومندان په هغو شپږو وژل شویو کسانو کې دی، چې شمالي وزيرستان کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوي دي.

ملا سنګین ځدراڼ د حقاني شبکې غړی او نوم یې د نړیوالو ترهګرو په امریکايي نوملړ کې شامل و.

راپورونه وايي نوموړی هغه مهال ووژل شو، چې بې پیلوټه امریکايي الوتکې په شمالي وزیرستان کې یوه کلا په توغندیو ووېشتله.

دی څومره مهم کس و، په اړه يې د رحيم الله يوسفزي مرکه واورئ.