په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: پر ټولنه د کتاب او قلم اغېز

Image caption برمېنګهم کتابتون په اروپا کې تر ټولو ستر عامه کتابتون بلل کېږي

دا اوونۍ د ښځو حقونو او زده کړې فعالې ملالې يوسفزۍ د بريتانيا برمېنګهم کې يو کتابتون پرانيست.

دغه کتابتون چې ارزښت يې نژدې ۱۹۰ مليون پونډه ښول شوی، په اروپا کې تر ټولو ستر عامه کتابتون بلل کېږي.

ملاله چې د ۲۰۱۲ کال اوکتوبر کې د نجونو زدکړو لپاره مبارزې له امله په سوات کې د اورپکو له خوا پر سر وويشتل شوه، بيا د درملنې لپاره برمنګهم ته يووړل شوه، چې له رغېدا وروسته اوس همالته اوسېږي.

دې د کتابتون پرانيستې خپله وينا کې وويل د يوې داسې ودانۍ پر پرانيسته وياړي چې يوې ښځې ډزاين کړې، او يو ښار له کتابتون پرته د هدېرې په څېر وي.

د برمنګهم کتابتون کې د خلکو لاسرسي لپاره ۲۰۰ کمپيوټرونه او يو مليون کتابونه ايښودل شوي دي.

په کتابتون کې د شکسپير يادګاري کوټه هم شته، چې ۴۳ زره کتابونه په کې دي. دغه کتابتون تياتر خونې، ګلري او د موسيقۍ خونې هم لري.

د کتابتون پرانيستې يوې برخې په توګه ملالې د برازيلي ليکوال پاولو کوېلو الکېمېسټ ناول د کتابونو پر ځای کېښود.

ملالې يوسفزۍ په دې اړه چې څنګه يې برمنګهم کور شو، خپلو خبرو کې وويل دغه ښار د انګلستان ډبېدونکی زړه دی.

د برمنګهم کتابتون د پخواني مرکزي کتابتون پر ځای جوړ شوی، او د لګښت ډېره برخه يې له پورونو ده، او لږ برخه يې له بسپنو او هم د ښاري شورا له لوري د مځکې پلور له لارې برابره شوې ده.

ملالې خپلو خبرو کې د هغو ماشومانو يادونه هم وکړه چې ښوونځيو ته نه شي تلی، او په وينا يې بايد د مرستې لپاره غږونه پورته او عمل وکړي.

ملاله يوسفزۍ چې پوهنې په تېره بيا نجونو ته د زده کړو برابرولو خپلې مبارزې سره يې اوس نړيوال نوم ګټلی، تېر جولای کې ملګريو ملتونو کې هم وينا وکړه او ويې ويل يو ماشوم، يو ښونکی يو قلم او يو کتاب نړۍ بدلولی شي.

په ټولنه کې د بدلون لپاره د کتاب او قلم مبارزه څومره ځواکمنه ده، پر دې او نورو پوښتنو د پېلوځې دې ګڼه کې د افغانستان علومې اکاډمۍ غړی څېړنوال محمد نبي صلاحي راسره غږېږي.

هرات کې د افغان محصل ټولنه

چې خبره د کتاب، قلم او پوهنې شوه، نو په هرات کې د افغان محصل په نامه ټولنې د هغو زده کوونکو د ستونزو هوارولو په موخه هلې ځلې پيل کړې چې د لوړو زدکړو په بهير کې ژبنيزې ستونزې لري.

د دغې ټولنې غړي وايي ډېری هغه زده کوونکي چې له نورو ولايتونو هرات پوهنتون ته منل شوي په دري ژبه واکمن نه دي او کله کله د ناسم پوهاوي له امله له ستونزو سره مخامخ کېږي.

په هرات کې زموږ همکار محمد قاضي زاده د افغان محصل ټولنې له مشر عبدالقيوم مهربان سره د دوی پر فعاليتونو خبرې کړې دي.

پکتيکا کې د هندۍ ليکوالې وژنه

Image caption ششميټا بونېرجي چې د يو افغان سوداګر مېرمن وه

يوه هندۍ مېرمن چې د طالبانو له منګولو يې د خپلې تېښتې مشهور يادښتونه کښلي وو، په افغانستان د شکمنو اورپکو له لوري ووژل شوه.

ششميټا بونېرجي چې د يو افغان سوداګر مېرمن وه، د پکتيکا مرکز ښرنه کې له خپل کور بهر وژل شوې ده.

په ۱۹۹۵ کال کې له طالبانو د ډراماټيکې تېښتې په اړه د دې کتاب په هند کې تر ټولو زيات پلور کتاب شوی و، او په ۲۰۰۳ کال کې يې کيسه د باليوډ فلم شو.

بونېرجي په تېر نژدې وخت کې افغانستان ته لېږدېدلې وه او له خپل مېړه سره يې ژوند کاوه.

مېرمن بونېرجي چې ۴۹ کلنه وه، د "کابلي والا کابلۍ مېرمن" په نامه يادښتونو دغه کتاب سره يې په هند کې شهرت او نوم ګټلی و.

دې خپلو يادښتونو کې کښلې: د ۱۹۹۴ کال لومړيوکې وتښتېده، خو لېورانو يې څرک د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې ولګاوه، چې دا په کې د هند له سفارته د مرستې په لټه ورغلې وه.

دوی بېرته افغانستان ته بوتله." دې ليکلي "دوی راسره ژمنه وکړه چې بېرته به مې هند ته استوي، خو دوی پر خپله ژمنه ونه درېدل. بلکې پر کور يې بندي کړم او بې اخلاقه مېرمن يې وبللم. طالبانو د درس راکولو ګواښننه راته وکړه، پوه شوم چې بايد پښې سپکې کړم".

دې ليکلي د مېړه کور يې له پلازمېنې کابل درې ساعته لرې و، "يوه شپه مې د کور خټين دېواله کې سوری وکيند او وتښتېدلم. له کابل سره نژدې ونيولم شوم، د طالبانو ۱۵ کسيزې ډلې رانه پوښتنې ګروېږنې پيل کړې."

"ډېرو يې ويل دا چې د خپل مېړه له کوره تښتېدلې يم، بايد اعدام شم. خو ومې کړی شول، دوی ته قناعت ورکړم دا چې يوه هندۍ يم، خبل ټاټوبي ته د ستنېدو هر ډول حق لرم."

دا خپله ليکنه کې زياتوي: "پوښتنې ټوله شپه روانې وې. ورپسې سهار د هند سفارت ته بوتلل شوم، چې له هغه ځايه د تګ خوندي لار راته برابره شوه. بېرته کلکته کې خپل مېړه سره يو ځای شوم، فکر نه کوم چې دی به وتوانېږي بېرته خپلې کورنۍ ته ستون شي".