په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: په رايې اچونې کې د مېرمنو ونډه څنګه زياتېدى شي؟

په افغانستان کې د ٢٠١٤ کال ولسمشرۍ ټاکنې رانژدې کېږي، افغان چارواکي وايي ټولې هڅې يې دا دي چې د ټاکنو بهير په سم ډول ترسره شي.

که څه هم د ټاکنو برخه کې تېرې يوې لسيزې کې ډېر پرمختگ شوى، خو لا هم د ډېرو په اند لويې ننگونې په مخ کې پرتې دي.

له دې ننگونو يوه هم په رايې اچونې کې د مېرمنو د ونډې کمى دى.

په رايې اچونې کې د مېرمنو ونډه څنګه زياتېدى شي؟ د پنجشنبې ستاسې غږ خپرونه دلته اورېدی شئ، چې کوربه يې عنايت الحق ياسيني و.