په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان سکان او هندوان له توپيري چلن رنځېږي

افغانستان يو داسې هېواد دی چې ډېری وګړي يې مسلمانان دي، خو په يو شمېر ښارونو کې يې له اوږدو مودو راهيسې مېشت شوي سکان او هندو لږکي هم ژوند کوي.

که څه هم د دوی شمېر په کمېدو دی، ځکه چې پرله پسې توګه يې لا ډېر شمېر خلک له دغه هېواده ووځي، هغوی چې لا پاتې دي ډېری يې د توپيري چلن له رنځ شکايت کوي.

دا ناخوښي سږ کال له دې سره لا رابرسېره شوه، چې د دواړو لږکيو ټولنو په ډله ييز ډول د خپلو پنډوکو تړلو او کډې کولو ګوتڅنډنه وکړه.

خو د ولسمشر کرزي تېرې نژدې مودې دا ګام چې ولسي جرګه کې ورته څوکۍ څانګړې کړي، د دوی دغو هيلو ته نور سېک ورکړی چې په خپل ټاټوبي کې به سياسي غږ ولرلی شي.