په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ښځو سره چلند پر وړاند د امامانو خبرې څومره ګټورې دي؟

په پاکستان کې د جوماتونو له امامانو غوښتل شوي، چې په خپلو خطبو کې له نجونو سره د ښه چلند په اړه خبرې وکړي.

د مسجدونو د امامانو شورا هيله منه ده چې په دغه ورځ کې به چې"نجونې نعمت دی نه مصیبت" نومول شوې، ۷۰ سلنه امامان برخه واخلي.

په تېرو څو ورځو کې د نجونو په تړاو څو مهمو پېښو د عامو خلکو پام ځان ته را اړولی دی، په ځانګړي ډول په اوبو کې د هغې اتلس میاشتنۍ کوچنۍ ډوبه ولو، چې د ادعاوو له مخې پلار یې د لور په ځای زوی غوښت.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال وايي دا موضوع د خلکو په ذهنیت، کولتور او د پاکستان په قانوني سیستم پورې تړاو لري چې د دغه ډول جرم مجرمین په کې سخته سزا نه ویني.

دا چې په پاکستان کې له نجونو سره څه ډول چلند کېږي او د جماعتونو له امامانو دا غوښتنه څومره مهمه او په پاکستان کې د لوڼو په وړاندې د پلرونو او ټولنې په ذهنيت کې بدلون راوستلاى شي که څنګه، د دې خبرې د معلومولو لپاره مو په پېښور کې د بشري حقونو فعاله ثمر من الله وپوښتله.