په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د کینیا د لوبډلې مورال مو کمزوری کړی دی"

د افغانستان کرېکېټ لوبډلې د کرېکېټ نړیوالو اتلولیو ته پر لار له کینیا سره خپله لومړنۍ ۲۰ اوریزه لوبه په ۱۰۶ منډو وګټله.

افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوزیدو په شلو اورونو کې ۱۶۲ منډې جوړې کړې خو په ځواب کې یې د کینیا لوبډې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ایله ۵۶ منډې جوړې کړای شوې.

د افغانستان لوبډله به د اکتوبر د میاشتې په دویمه او څلورمه دوه نورې مهمې لوبې د کینیا له لوبډلې سره وکړي.

د افغانستان د کرېکېټ بورډ چارواکي وايي کینیا ته یې په لومړنۍ لوبه کې په سختې ماتې ورکولو د هغوی مورال کمزوری کړی دی.

په شارجه کې د افغان لوبډلې منیجر بشیر ستانکزي له ابراهیم امیري سره د مرکې په پیل کې همدا خبره کوي.