په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"حزب اسلامي د هیڅ ټاکنیز اېتلاف ملاتړ نه کوي"

Image caption وروسته له هغه چې د حزب اسلامي ارغندیوال څانګې غړی محمد خان د ډاکټر عبدالله عبدالله د مرستیال په توګه اعلان شو ښاغلي بهیر بي بي سي ته ویل: "حزب اسلامي د هیڅ ټاکنیز اېتلاف ملاتړ نه کوي."

غیرت بهیر چې ځان د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د سیاسي چارو مشر او د ښاغلي حکمتیار ځانګړی استازی معرفي کوي وايي دوی د عبدالهادي ارغنديوال او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د اېتلاف مخالف دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د حزب اسلامي د ارغندیوال څانګې غړی محمد خان د خپل لومړي مرستیال او د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د دویم مرستیال په توګه غوره کړي دي.

خو ښاغلی بهیر وايي دا اېتلاف د هغو کسانو له خوا شوی چې د ده په خبره د حزب اسلامي ملاتړ نه لري.

په دې اړه له ښاغلي بهیر سره داود اعظمي مرکه کړې.