په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزی: که له امریکا سره امنیتي تړون زموږ په ګټه نه وي، نه یې لاسلیکوو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د بي بي سي له خبریالې یلدا حکیم سره په خبرو کې وویل په افغانستان کې د ناټو د عملیاتو له امله ګڼو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ولسمشر حامد کرزی وايي "خوښ نه یم چې ووایم موږ نسبي امنیت لرو. دا هغه څه نه دي، چې موږ یې په لټه کې یو. بلکې موږ بشپړ امنیت غواړو".

ولسمشر کرزی په دې مرکه کې له امریکا سره پر خپلو اړیکو او له طالبانو سره پر سولې هم غږېږي خو په پیل کې دا پوښتنه ځوابوي چې ولې ولسمشر بارک اوباما دی یو بي باوره او غیر اغیزمن شریک ګڼي؟