په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"پر ناټو د ولسمشر کرزي تور ناانصافي ده"

د ناټو پخواني مشر یاپ دې هوپ شیفر وايي د ولسمشر حامد کرزي دا تور چې ناټو په افغانستان کې د ثبات په رامینځ ته کولو کې پاتې راغلې له انصافه لرې ده.

ولسمشر کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې وویل له دې سره سره چې د ناټو ګڼ پوځیان ووژل شول او ملیاردونه ډالر پر پوځي عملیاتو ولګېدل د ناټو عملیاتو په افغانستان کې کړاونه رامینځ ته کړي دي.

ښاغلی شیفر وايي دا له هغو پوځیانو سره ناانصافي ده چې په افغانستان کې یې خپل سرونه بایللي دي.

د برتانیا د پوځ پخواني مشر جنرال لارډ ډانټ هم د ولسمشر حامد کرزي څرګندونې ناهیلي کوونکې بللې او ویلې یې دي چې دا څرګندونې د هغو برتانیانو پوځیانو د کورنیو لپاره چې په افغانستان کې وژل شوي ډېرې ځورونکې دي.

اسماعیل سعادات د چارو له دوو تنو افغان شننوونکو د ویسا ورځپانې مدیر زبېر شفیقي او په ولسي جرګه کې د دفاعي کمیسیون له مشر همایون همایون سره غږېدلی او په پیل کې یې له ښاغلي شفیقي پوښتلي چې د ولسمشر کرزي دا خبره چې وايي ناټو په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې پاتې راغلې څنګه ارزوي؟