په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مرکه: اسماعیل خان وايي اړتیا نه لري چې له خلکو بښنه وغواړي

د هېواد په لویدیځ کې د پخوانيو مجاهدینو یوهّ ځواکمن مشر په هېواد کې د انتقالي عدالت طرحه د بهرنیانو پلان بللی چې موخه یې د ده په وینا د مجاهدینو نوم بدول دي.

د اوبو او برېښنا مخکینی وزیر، اسماعیل خان چې د اسلامي جمعیت ګوند پورې تړلی دی، وايي د مجاهدینو مشران د هېواد د ازادۍ لپاره جنګېدلي دي او له هېڅ چا څخه د بښنې غوښتلو ته اړتیا نه لري.

د اسماعیل خان په مشرۍ وسله وال د نویمې لسیزې په لومړیو کې د کابل ښار په ورانوونکو تنظیمي جګړو کې برخه نه لرله، خو د هېواد په لویدیځ کې یې د جنرال دوستم ترمشرۍ لاندې ازبک ملیشو او طالبانو پر ضد جګړې کړي دي.

زموږ همکار محمد قاضي زاده له اسماعیل خان سره د یوې ځانګړې مرکې په سر کې پوښتلي چې ایا اوس د دې وخت را رسېدلی چې د تنظیمونو او وسله والو ډلو مشران د دوی له خوا د شویو جګړو له قرابانیانو بښنه وغواړي؟