په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي څرګندونې

د دوو ورځو انتظار وروسته ولسمشر کرزي او جان کېري د امنیتي تړون پر یوه پریکړه لیک موافقه کړې. په یوه خبرې غونډه کې ولسمشر کرزي وویل چې تر څو ساعتونو جدي خبرو وروسته موږ پر ۴ موضوعګانو موافقه وکړه.

خو د امریکايي پوځیانو د مصونیت په اړه کومې پرېکړې ته نه دې رسېدلي. ولسمشر کرزي وویل دا موضوع لویې جرګې ته سپاري ځکه چې دا د افغانستان د حکومت تر صلاحیت لوړه خبره ده.