په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ۱۰۰ ښځو د کنفرانس مهم ټکي

په وروستۍ پېړۍ کې ښځو د نړۍ په لر او بر کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي. خو له دغو برياو سره سره ميرمنې په هرځاى کې د نارينه وو په پرتله له ډېرو ننگونو سره مخامخې دي .

کورنى تاوتريخوالى او ناوړه جنسي گټه اخيستنه د ښځو په گڼو ستونزو کې راځي.

بي بي سي د روانې اکټوبر مياشتې په اوږدو کې د يو لړ رپوټونو په ترڅ کې هڅه وکړه چې د يو لړ مطالبو په خپرولو په ٢١ پيړۍ کې د ښځو پر ژوندانه رڼا واچوي او د نړۍ په لرو بر کې د هغوى امکانات او په وړاندې يې پرتې ستونزې په ډاگه کړي.

د ۱۰۰ ښځو د ځانګړې لړۍ د پروګرامونو په برخه کې نن د اکتوبر ۲۵م د نړۍ له ګوټ ګوټ نه سل ښځې بي بي سي ته راغلې وي چې پر مختلفو موضوګانو یې بحثونه وکړ.

مارتینه نافراتیلوفا چې په ټنیس کې یې ۱۸ ځلې لومړي مقام ترلاسه کړی، د نړۍ ښځو ته دغه پیغام لرو.

لومړی ـ سرحدونه یا هغه څه چې تاسو له پرمختګه راګرځوي، مات کړﺉ،

دویم ـ خپل پر ځان بارو ولرﺉ، که داسې له ځانه سره دا خبره وکړﺉ چې خپل هدف ته به رسېږﺉ، نو هغه ته به په هر بیه چې وي رسېږﺉ، د بېلګې په توګه که د ټینس لوبه لرم لوبغالي ته تر ننوتلو مخکې له ځان سره ووایم چې زه دا لوبه نه شم ګټلی، نو ښکاره خبره ده چې دا لوبه به بایلم، خو زه چې کله لوبغالي ته ورځم له ځان سره وایم، دا لوبه زما ده، زه یې ګټم او هغه زه وګټم،

دریم ـ دا چې، څنګه چې یې، هماغسې اوسه.

د سلو ښځو په دې کنفرانس کې یوې چینایي نقاشې وویل، په سوریه او افغانستان کې ښځې باید خپله را مخته شي او د یوه ګوند مشري پر غاړه واخلي.

په ځواب کې د سوريې یوې مېرمنې وویل چې ښځې د صحنې تر شا فعالیت خوښوي؛ ځکه هغه هېوادونه، چې په جګره کې وي یا د بیان ازادي نه لري، دوی نه غواړي زندانونو ته ولاړې شي.

سعیده محمود په دغه کنفرانس کې وه او دلته یې د کنفرانس مهم ټکي په ګوته کړئ.