د افغانستان پاکستان اقتصادي همکاري د سيمې ثبات کې څه رول لوبولى شي؟

Image caption کابل او اسلام اباد موافقه کړې چې د دواړو هېوادو ترمنځ به اقتصادي همکاري پراخوي.

د برتانيا په نوښت د افغانستان او پاکستان لندن سرمشريزې کې د نورو موضوع گانو ترڅنگ کابل او اسلام اباد په دې موافقه کړې ده چې د دواړو هېوادو ترمنځ به اقتصادي همکاري پراخوي. په دې لړ کې د ځينو پروژو يادونه شوې چې يوه په کې د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړول دي.

که څه هم افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ په برخې کې له وړاندې په پراخه اندازه رسمي او غير رسمي سوداگريزه راکړه ورکړه لري ، خو دې سره سره دحکومتونو ترمنځ، د ډيرو په اند د باور فضا د دې هېوادو جغرافيايي موقعيت، د ولسونو ترمنځ اړيکو، او پاکستان کې د ميلونونو په شمېر کې دافغان کډوالو شتون ته په پام سره، په کار ده.

دا اونۍ ستاسې غږ کې په دې خبرې کوو چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اقتصادي ملگرتيا نورو برخو کې دوه اړخيزه همکارۍ، باور او د سيمې ثبات په لړ څه دول رول لوبولى شي؟

که تاسې په دې اړه را سره نظر شريکول غواړئ د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.