په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کلېک اوونيز ويديويي رپوټ

په دې اوونيز ويديو رپوټ کې د ساينس او ټيکنالوژۍ له ډگره د اوونۍ مهم خبرونه او معلومات راټول شوي دي.

د کاناډا په ونکور ښار کې د نړۍ لومړنی بیټ کوین بانکي ماشین پرانستل شول. د دې ماشین په کارولو خلک خپلې ډیجیتل پیسې په اصلي پیسو بدلوی شي.

د کمپیوټر د پروګرامونو ستر شرکت اډوبي منلې چې د وروستي سابیر برید له امله يې د نژدې ۳۸ میلیونو کارونکو کاري نومونه او پاسورډونه غلا شوي دي.

د ګوګل مخابراتي کمپنې موټرولا د یوه داسې ګرځنده تیلیفون جوړول پیل کړي چې کاروونکي به وکولی شي ځینې برخې یي لکه بېتري، کیبورډ او سینسر بدلې کړي او د خپلې خوښې تیلیفون ځان ته جوړ کړي.