په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: د ولسمشرۍ ټاکنو کې د افغان کډوالو ګډون څومره مهم دی؟

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون ويلي که له دريوو اونیو کم وخت کې ٥٠ ميلیونه ډالره په واک کې ورنه کړى شي، پاکستان او ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته د ولسمشرۍ ټاکنو کې د برخې اخيستو زمينه نه شي برابرولى.

د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاکنو د لگښت لويه برخه د بهرنېو هېوادو او نړيوالو سازمانونو لخوا برابريږي.

کمېسون تمه کوي چې بهر مېشته افغانانو لپاره رايې اچونې کې برخې اخيستو لپاره به هم اړيني پيسې ترلاسه کړي.

خو که چيرې دا پيسې برابرې نه شي نو ايران او پاکستان کې مېشت په ميلیونو کډوال به د راېې اچوونې حق څخه بې برخې شي.

د پنجشنبې ستاسې غږ پروګرام کې چې کوربه يې عنايت الحق ياسيني و، پر دې خبرې شوې چې راتلونکو ټاکنو کې بهر مېشته افغانانو په ځانگړې توگه پاکستان او ايران کې مېشتو کډوالو ته د رايې اچولو حق ورکول يا ردول به څه اغيز ولري؟ او په دې برخه کې نړيواله ټولنه او افغان حکومت څه کولى شي؟