په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سړک غاړې ماینونو کې د پولیسو تلفات کم شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د سړک غاړې بمي چاودنو د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې د پام وړ ډیر والی راوستی دی. خو و زارت زیاتوي، چې په دغه ډول بمونو کې د پولیسو مرګ ژوبله بیا د پخوا پرتله راکمه شوې ده.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، د پولیسو د ماین پاکۍ ډلو ډیروالی، شپني عملیات او ګزمې د دې لامل شوي، چې د سړک غاړې په بمونو کې د پولیسو مرګ ژوبله د پخوا په پرتله راکمه کړي او طالبانو ته د ماین خښولو فرصت ور نه کړي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف له نوموړي سره مرکه کړې او په سرکې ترې پوښتلي، چې ولې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډیره شوې ده.