په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: فلسفه او ادبيات

د فلسفې ورځ

Image caption يونسکو وايي د هر کلتور او فرهنګ او هم هر کس لپاره فلسفه د بشري فکر پرمختګ کې خورا روښانه ارزښت لري.

يونسکو يا د پوهنې، ساينس او کلتور لپاره د ملګريو ملتونو سازمان د نومبر ۲۱ مه د فلسفې نړيوالې ورځې په توګه ولمانځله.

دغه سازمان هر کال د نومبر درېيمه پنجشنبه د فلسفې نړيواله ورځ لمانځي چې سږ کال يې له ۲۱ مې سره برابره وه.

د سږ کال فلسفې لمانځلو شعار يې "د ټولو لپاره ټولنې، پايېدونکې مځکه" و.

يونسکو وايي د هر کلتور او فرهنګ او هم هر کس لپاره فلسفه د بشري فکر پرمختګ کې خورا روښانه ارزښت لري.

دغه سازمان په ۲۰۰۵ کال کې د فلسفې نړيواله ورځ وټاکله، او په خپل عمومي کنفرانس کې يې په ډاګه کړه چې په يونسکو کې به د دغې ورځې په نښه کولو سره فلسفه وپېژندل شي او هم به له پوره ځواک برخمنه شي، په تېره بيا به په نړۍ کې د فلسفې ښوونې ته لار پرانيزي.

يونسکو وايي د دوی په باور فلسفه د بنسټونو او ارزښتونو لپاره داسې غولی برابروي چې نړيواله سوله پرې ولاړه وي.

د پېړيو اوږدو کې په هر کلتور کې له فلسفې فکرونه، نظرونو او څېړنې زېږېدلې، او په دې توګه يې د انتقادي، خپلواک او نوښتګر فکر تګلوری جوړ کړی دی.

دا چې فلسفه څه ډول پوهنه ده، د انساني فکر غوړېدو کې يې څومره رول و، له ادبياتو سره څومره نښتې ده د ختيخ او لوېديځ ترمنځ يې څه توپير لرلی دی؟

پر دې اور نورو پوښتنو د پېلوځي بنډار کې خبرې کوو، چې دا اوونۍ په کې له کابله ليکوال او څېړونکی نجيب منلی او د اسټراليا له سېډني ليکوال او څېړونکی احسان الله ستانکزی راسره خبرې کوي.

د دوو اديبانو ياد

دا اوونۍ پېلوځي کې د دوو تلليو ياد کوو، دوو اديبانو، ليکوالانو ياد چې په تېره نژدې موده کې يې له نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې دي.

نصر الله حافظ چې د نژدې ۸۲ کاله مخکې د ننګر هار په چپرهار ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

دی له وتليو اديبانو او شاعرانو ګڼل کېده، ډېرې مخکښې ادبي او کتوري جايزې يې ګټلې وې.

څه د پاسه لس ادبي اثار يې چاپ او ګڼ نور يې ناچاپ پاتې دي. ښاغلي حافظ پر ليکوالۍ او شاعرۍ سربېره لسيزې اوږده موده په راډيو کې هم کار او ادبي فعاليت ترسره کړی و.

ليکوال او ژورنالست صديق الله بدر چې ښاغلی نصر الله حافظ يې له نژدې پېژاندې، پر ادبي څېره يې له پېلوځي سره خواله لري.

بله ادبي څېره چې د تل لپاره له دې نړۍ کوچېدلی توريالی ځاځی و. ۶۴ کاله مخکې د پکتيا په ځاځيو کې زېږېدلی و.

لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي، ژورنالېزم څانګه کې کړې وې او بيا يې لسيزې اوږده موده په چاپي رسنيو کې کار کړی و.

د پښتونخوا پېښور کې يې د کډوالۍ پر مهال قلم تاند ساتلی و، خپلې ادبي او رسنيزې پنځونې يې کړې وې.

چا چې توريالی ځاځی پېژندلی، د ارامې څېرې، درنښت او بشپړ زغم څښتن ليدلی و.

په کابل کې د وېسا ورځپاڼې مشر زبير شفيقي هم ښاغلی ځای له نژدې پېژانده، چې پېلوځي کې يې ادبي زوند راسره غږېږي.