په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازاده جرګه: د مشرۍ ننګونې

مشر‍ۍ افغانستان ته ډېرې راغلې - څه یې په ځنډ، نورې چټکې. خو د مشر ارزښت هر چاته، تل یو ډول نه و. نو یو ټولمنلی ملي مشر څوک کېدلی شي؟

آزاده جرگه د تېمور شاه دراني ‍‍په ۲۰۰ کلنه لرغونې مقبره کې دا ځل پرهمدې موضوع بحث کړی دی.

د افغانې سرې میاشتې ټولنې د رییسې فاطمې گیلاني، د جهادي مشر محمد اکبري، د سیمه ییزو ارگانو د خپلواکې ادارې د رییس عبدالخالق فراهي او د میدان وردگو د پخواني والي محمد حلیم فدایي تر څنگ د افغانستان له ولایاتو څخه تر سلو عامو وگړو په دغه خپرونه کی گډون کړی و.

د پروګرام کوربه داود جنبش دی.