حامد کرزی او نواز شریف
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزي او شریف پر کومو مسایلو خبرې وکړې

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف وايي هېواد یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د افغانانو د پریکړې ملاتړ کوي. د لومړي وزیر څوکۍ ته د دویم ځل له رسیدو وروسته دا افغانستان ته د ښاغلي شریف لومړی سفر دی چې د افغان ولسمشر حامد کرزي په بلنه ترسره کیږي. ښاغلي شریف له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.